د اخلاقي اصولو پالیسي

بي بي عایشه د لوړو زده کړو موسسه
مالي او اداري معاونیت
د ادارې او کارکوونکو د چلند لپاره د اخلاقي اصولو پالیسي
د بي بي عایشې لوړو زده کړو موسسه له تاسیس راهیسې تر اوسه په دې هڅه کې ده چې خپلو سترو موخو ته ځان ورسوي، دا موخې په عصري ټکنالوژۍ د ځوان نسل ښوونه او روزنه ده او بي بي عایشې لوړو زده کړو موسسه هڅه کوي چې په دې برخه کې له نورو تحصیلي بنسټونو څخه مخکې شي.
ژمنتیا او تخصص دوه مهم اصول دي او د بي بي عایشې لوړو زده کړو موسسې کادري او اداري غړي هڅه کوي چې د دې اصولو د تحقق په برخه کې نه ستړې کېدونکې هڅې وکړي او دا دوه اصله خپل مهم او اساسي اصول ګڼي. هغه څه چې یو ځوان ته مهم او اساسي دي هغه په یوه ځانګړې رشته کې تخصص دی، ترڅنګ يې دیني او ملي ارزښتونو ته ژمنتیا ده. بي بي عایشه د لوړو زده کړو موسسه چې د افغان ښځو د علمي پرمختګ او ودې لپاره کار کوي دغه اصول خپله اساسي دنده بولي او ورته ژمنه ده، ترڅنګ يې له خپلو علمي او اداري غړو غواړي چې دغه اصول په جدي ډول پلي او رعایت کړي.
الف: د ادارې او محصلانو په اړه د استادانو او کارکوونکو مسوولیتونه

۱. استاد د معنوي پلار حیثیت لري، باید له محصلانو سره يې چلند ډېر ښه او له زړه سوی ډک وي.
۲. ټول استادان او کارکوونکي باید له هر ډول مذهبي، ګوندي، قومي ژبني او سیمه ییز تعصب څخه پاک وي.
۳. ټول استادان او کارکوونکي باید د ادارې او محصلانو لپاره د غوره اخلاقو او چلند بېلګي او الګو اوسي.
۴. استادان باید وظیفه شناس، لایحو او مقرراتو ته ژمن وي.
۵. د استاد له غوره شخصیت څخه باید محصلان او اداره متاثره وي.
۶. له محصلانو او نورو همکارانو سره باید غوره او ښه اخلاق وکړي.
۷. استادان باید ډېر منظم له انفرادي عملیاتي پلان، تدریسي پلان او کورس پالیسۍ سره ټولګي ته ننوځي.
۸. ټول استادان او اداري پرسونل باید د دندې پر وخت په ډېر اخلاق او رښتینولی کار وکړي.
۹. له محصلانو سره د مرستې او همکارۍ روحیه ولري.
۱۰. د محصلانو علمي ارزونه د استادانو دنده ده او باید په ټاکلي وخت يې ترسره کړي.
۱۱. د محصلانو ارزونه باید عادلانه وي او د انصاف اصل پکې مراعت شي.
۱۲. استادان باید علمي کفایت، درایت او وړتیا ولري او د وینا او بیان کمال يې زده وي.
۱۳. استادان باید د نیوکې د زغم ظرفیت ولري او د محصلانو پوښتنې او نظرونه د علمي اصولو پر اساس ځواب کړي.
۱۴. په محصلانو کې د وړتیا د تشخیص ظرفیت ولري.
۱۵. استادان باید د پوهنځي او ادارې په حدودو کې له نشه يې توکو په ځانګړې توګه د سګریټو له څکولو ډډه وکړي، ترڅنګ يې محصلان په ناسمو القابو یاد نه کړي.
۱۶. استادان باید ظرفیت او وړتیا ولري.
۱۷. استادان باید د سمستر له درسي مفرداتو بشپړه اګاهي ولري.
۱۸. استادان او کارکوونکي باید د پوهنځي او دیپارتمنټ په غونډو کې ګډون وکړي.
۱۹. پوهنځي او څانګې ته د درسي مفرداتو او نصاب په هکله خپل نظرونه وړاندې کړي.
۲۰. د لوړو زده کړو وزارت، د لوړو زده کړو موسسې او پوهنځیو لایحو، اصولو او مقرراتو ته درناوی ولري.
۲۱. د کال په پای او د سمستر په منځ کې له ارزونې بشپړه اګاهي ولري.
۲۲. د اداري څانګو د چارو د غوره والي په موخه رغنیز وړاندیزونه او نیوکې شریک کول.
۲۳. ادارې او کارکوونکو ته درناوی کول او د یو بل منلو اصل پر ځان پلي کول.

ب: د استادانو او کارکوونکو په اړه د ادارې مسوولیتونه:

۱. اداره به د بي بي عایشې لوړو زده کړو موسسې ټولو علمي کادرونو، اداري غړو او نورو منسوبینو ته درناوی لري.
۲. اداره به په اکاډمیکو او اداري څانګو کې د نظم او دسپلین ټولو لایحو او مقرراتو ته درناوی لري.
۳. دیني او اخلاقي ارزښتونو ته درناوی.
۴. د موسسې له نورو ادارو سره د همکارۍ روحیه پیاوړي کول.
۵. له پوهنځیو، او نورو اداري واحدونو غوره استازیتوب کول.
۶. له محصلانو سره غوره او نېک چلند کول.
۷. د بېلابېلو برخو د ارزونې پر وخت عادلانه او منصفانه قضاوت کول.
۸. له هر ډول هغه وینا او چلند څخه ډډه کول چې د یو چا شخصیت او وقار په کې تخریب کېږي.
۹. له لایحو او مقرراتو د سرغړاوي په صورت کې موضوع د نظم او دسپلین کمېټې ته ور لېږل.