ورځنۍ چارې

د بي بي عایشه د لوړو زده کړې موسسې څېړنیز مرکز د دې موسسې کتابتون ته ۱۲۳ جلده کتابونه ډالۍ کړل.

په دغه کتابونو کې ادبي، فلسفي، طبي او د نورو علومو  کتابونه شامل دي چې دا به د یادې موسسې محصلانو، کارکوونکو او استادانو ته د کتابتوني څېړنې په برخه کې لا زیاتې اسانتیاوې رامنځته کړي.

د بي بي عایشه د لوړو زده کړو موسسه اوسمهال نږدې شپږ زره جلده کتابونه لري چې د دغه موسسې محصلان او له موسسې بهر د مطالعې مینه وال او څېړونکي کولی شي ګټه ترې واخلي او د علم د ترویج په برخه کې خپل مسولیت ادا کړي، ځکه چې  د ټولنې هر وګړی د مطالعې د کلتور د ودې او پراختیا  مسوولیت پر غاړه لري. کتاب لوستلو ته د ځوانانو هڅول، د مطالعې د کلتورعامول او د عامه کتابتونونو بډایه کول ټولې هغه کړنې دي چې د خلکو علمي کچه او پوهه لوړوي او ټولنه د پرمختګ لور ته بیايې.

بي‌بي عایشه د لوړو زده کړو موسسې په دغه ستر فرهنګي ډګر کې په صادقه ډول خپلو محصلینو، استادانو او د علم او مطالعې ټولو مینه والو ته زمینه برابره کړې چې د یادې موسسې له مجهز کتابتون څخه ګټه واخلي، مطالعه اوکړي، څېړنې وکړي او د ټولنې په پرمختګ کې ونډه واخلي.

د یادې موسسې اغلې رییسې، علمي مرستیالې او د کتابتون مدیرې د کتابتون د بډاینې کولو لپاره د څېړنیز مرکز له هڅو او مرستو مننه او قدراني وکړه او د لا زیاتو همکاریو هیله يې څرګنده کړه.

په بي بي عایشې لوړو زده کړو موسسه کې د نبوي سيرت علمي سيالي ترسره شوه.

دغه سيالي چې د روان کال د تلې/ ميزان په ۲۷ مه نېټه د موسسې د محصلانو ترمنځ وشوه، د موسسې د بېلابېلو پوهنځيو په ځانګړې توګه د معالجوي طب او اقتصاد پوهنځيو له سلو تنو ډېرو محصلانو پکې ګډون کړی و.
غونډه د قران کريم په تلاوت پيل شوه، ورپسې د موسسې علمي مرستیالې اغلې پوهنمل شکريه فقيرزاده د دې سيالۍ په ارزښت او موخو خبرې وکړې او زياته یې کړه چې د نننۍ غونډې موخه مطالعې ته د محصلانو هڅول، د دوی وړتياوې لوړول او د پېغمبر اکرم (ص) د بشپړ سيرت په اړه معلومات زده کول دي.
اغلې فقيرزاده زياته کړه خوشحاله يم چې محصلان په دغه ډول سيالو کې په پوره شوق او لېوالتيا ګډون کوي او د پېغمبر اکرم (ص) د سيرت په اړه د معلوماتو په زده کړې سره خپلې د دنيا او اخيرت برياوې لاسته راوړي.
تر ويناوو وروسته د موسسې د رئيسې، مالي او اداري مرستیالې، علمي مرستیالې او ځينو محصلانو په حضور کې د پوښتنو کڅوړه پرانيستل شوه او په ټولو ګډونوالو پوښتنې ووېشل شوې. دې سيالۍ دوه ساعتونه دوام درلود او د پايلو تر اعلان وروسته برياليو محصلانو ته د وزارت له لوري جايزې وويشل شوې.

افغان وړکتون


ایا د خپل ماشوم راتلونکې ته اندېښمن یاست؟
مورا وړکتون ستاسې اندېښنو ته ځواب ویونکی پالنځی
د نن ماشوم د سبا ستوری
………………………………
د خپلو ماشومانو د چټکې ذهني ودې او مثبتې تقويې لپاره
مورا غوره کړئ!
عصري، معیاري، ځانګړی او نوښتپال وړکتون دلته تجربه کړئ!
…………………………………
د ماشوم د عمر هره مرحله خاص دقت ته اړتیا لري!
مورا وړکتون ستاسې د ماشوم د هر پړاو پالنه او روزنه کې
کمساری دی.
………………………………
د ماشوم د احساساتو، پالنه، روزنه او پاملرنه زموږ مکلفیت دی.
مورا ستاسې ماشوم ته د بري لار او لارې چارې ور زده کوي!
……………………………………
مورا په ښوونیز روش، نظم، دسپلین او چاپېریال کې تر نورو
مخکښ، عصري او ازمایل شوی بنسټ
…………………………………………….
د ماشوم لپاره د مینې، ژمنتیا، لارښوونې او مکافاتو انګېزه موندونکی
روزنتون
…………………………………………………….
ټولنې د ځیرکو او ذکي ماشومانو د پالنې
مجهز او منل شوی بنسټ
………………………….

نیټه: تلې/میزان په ۲۴

 

د حجاب شرعي ارزښت او اهمیت

د بي‌بي عایشې د لوړو زده کړو موسسې د بشري سرچینو مدیریت، تل د استادانو او کارکوونکو د ظرفیت لوړونې لپاره هڅې کړي او د بېلا بېلو موضوعاتو په اړه یې د سمینارونو د وړاندې کولو لپاره زمینه برابره کړې ده، د خپلو همدې هڅو په دوام یې نن د تلې په ۲۱ مه نېټه، د یادې موسسې په عمومي تالار کې ټولو محصلینو او کارکوونکو ته؛ د مسلمانې ښځې د حجاب، د حجاب د شرعي ارزښت او اهمیت او ورته نورو موضوعاتو په اړه يو ورځنی سمینار وړاندې شو چې ډېرو مهمو مسایلو ته په کې اشاره وشوه او دغه سمینار محصلینو، کارکوونکو او استادانو ته په زړه پوری او خورا ګټور تمام شو.

نیټه: تلې/میزان په ۲۱

WhatsApp Image 2022-10-13 at 4.13.30 AM

د ۱۴۰۱ لمریز کال د پسرلني سمستر ممتاز محصلان وستایل شول

د بي بي عایشې لوړو زده کړو موسسې د تلې/میزان په ۱۷ مه د پسرلني سمستر ځینې ممتاز محصلان په یوه شانداره غونډه کې په ستاینلیکونو ونازول. غونډه چې د قران کریم په څو ایاتونو پیل شوه، پکې د موسسې رهبري پلاوي، معززو ښوونکو او ویاړلیو محصلانو ګډون کړی و. د بي بي عایشې لوړو زده کړو موسسې علمي مرستیالې اغلې پوهنمل شکریه فقیرزاده د دغه غونډې د ارزښت ترڅنګ، د علم زده کولو په برخه کې د محصلانو په لا زیاتو هڅو او کوښښونو ټینګار وکړ. اغلې زیاته کړه د دغه ستاینغونډې موخه د ممتازو او زیارکښو محصلانو تقدیرول او د محصلانو ترمنځ د سالم رقابت د انګېزې پراخول دی.   

په پای کې د معالجوي طب او د اقتصاد پوهنځیو د بېلابېلو سمسترونو (۱۵) تنو ممتازو محصلانو ته ځانګړې ډالۍ ورکول شوې او غونډه په دعا پای ته ورسېده.

نیټه: تلې/میزان په ۱۷