د بي بي عایشه د لوړو زده کړو موسسې تاریخچه

د بي بي عایشې د لوړو زده کړو موسسې تاریخچه
د بي بي عایشې د لوړو زده کړو موسسه له دې نوم مخکې د (مورا د لوړو زده کړو موسسه) په نوم وه. په ۱۳۹۵ کال د لوړو زده کړو په برخه کې د یوې تشې د ډکولو او د افغان ښځو د پرمختګ په موخه، د ښاغلي پوهنمل عزیز الله امیر په شخصي پانګونې سره د افغانستان د اسلامي جمهوریت د اساسي قانون د ۴۶ مې مادې او د لوړو زده کړو وزارت د قوانینو له مخې د ۱۷/۶/۱۳۹۵ نېټې او (۱۲۷/۳۸۱) ګڼه حکم پر اساس ، تاسیس، ثبت او په فعالیت پیل وکړ.
د لوړو زده کړو د دې موسسې له تاسیس څخه موخه د افغان مېرمنو د تحصیلي کچې لوړتیا او پیاوړتیا ده، په ځانګړې توګه د هغو مېرمنو لپاره چې د ځینو ستونزو او ننګونو له مخې نه دي توانېدلې چې خپلو لوړو زده کړو ته دوام ورکړي.
د بي بي عایشې د لوړو زده کړو موسسه په ټوله معنا د علمي او مسلکي افغان مېرمنو له لوري رهبري کېږي او د هېوادوالو لپاره يې یو وړ، مناسب او له سکون ډک چاپېریال برابر کړی دی. دا تعلیمي او تحصیلي موسسه د معیاري امکاناتو په ځانګړې توګه د وړکتون، ښوونځي، د روغتیايي علوم انستیتیوت، پوهنتون، لیلیه، مجهز کتابتون (فزیکي او الکترونیکي) کفتریا، مجهز ایدیتوریم، مجهز ټولګي (په مډرن غږیزو او انځوریزو وسایلو سمبال) مجهز لابراتوار، لکچر ټولګي، سالمه او شنه فضا او د مصون امنیتي چاپیریال لرونکي منظم او معیاري چوپړونه وړاندې کوي.
مورا په ملي او نړیواله کچه له نړیوالو منل شويو معیارونو استفاده کوي، باتجربه استادان لري او یوازینی بنسټ دی چې په تعلیمي او تحصیلي برخو کې د ښځو لخوا د ښځو لپاره فعالیت کوي. مورا تعلیمي او تحصیلي کمپلکس په اکاډمیکو معیارونو، مناسب او منل شوی افغاني چاپېریال او د هېواد دیني، تاریخي او فرهنګي ارزښتونو ته په پام، قدم په قدم پرمختګ او د افغان مېرمنو د وړتیاوو د لوړاوي لپاره کار او فعالیت کوي.