د سلا مشورې میکانیزم

د مشورې ورکولو میکانیزم
د لوړو زده کړو وزارت
د بي بي عایشه د لوړو زده کړو موسسه
علمي معاونیت

د محصلانو د شخصي او تحصیلي ستونزو د هواري لپاره د مشورې ورکولو او ملاتړ میکانیزم
سریزه
د بي بي عایشې لوړو زده کړو موسسې د مشاورې مرکز د محصلانو د بدني ـ رواني روغتیا، سالم ژوند، د اغېزناکه او موثرې زده کړې او مرستې په موخه ایجاد شوی دی. د محصلانو د رواني روغتیا پراختیا، عاطفي او ښوونیز اړخونه او د ژوند مهارتونه د دغه مرکز د ماموریت په محور کې دي. د بي بي عایشې لوړو زده کړو موسسې د مشاورې مرکز ایجاد د نوښتګرو کړنو پر بنسټ ولاړ دی چې د زده کړو او تحصیل ترڅنګ يې موخه په علمي او ټولنیزو چارو کې د محصلانو وړتیا لوړول دي. دغه میکانیزم محصلانو ته د مشاورې پراختیا، له دوی ملاتړ، هڅونه، د اسانتیاوو چمتو کول او د محصلانو د وړتیاوو د تشخیص لپاره ترتیب او تنظیم شوی دی.
لومړۍ ماده ـ کلیات:
د بي بي عایشې لوړو زده کړو موسسې د مشاورې او ملاتړ مرکز د موسسې له لوري د ټاکل شوو معیارونو له مخې محصلانو او مراجعینو ته د مشورې او ملاتړ لازم شرایط او چوپړونه چمتو کړې دي.
دویمه ماده ـ موخې:
د محصلانو د مشورې او ملاتړ مرکز کلي موخې د محصلانو د ژوند ښه والی، د رواني روغتیا د کچې ارتقا، اخلاقي او معنوي خواوې، د محصلانو روزنه او د رواني زیانونو ټولنیزه درملنه په ځان کې رانغاړي چې په دې برخه کې ځانګړې موخې په لاندې ډول بیانوو:
۱. د احتمالي ټولنیزو او رواني زیانونو د مخنیوي په موخه د محصلانو د پوهې او رواني سلامتیا د کچې لوړول.
۲. د محصلانو او مراجعینو لپاره د مادي او معنوي مرستو چمتوالی.
۳. له محصلانو د شخصي او تحصیلي پرېکړو پر وخت مرسته کول.
۴. د محصلانو د رواني ستونزو د حل، کمښت او کنټرول په برخه کې مرستې کول.
۵. د محصلانو د رواني روغتیا، ښوونې او د ژوند د مهارتونو په ارتقا کې مرسته کول.
درېیمه ماده ـ د مشاورې د مرکز دندې:
۱. محصلانو ته تحصیلي او مسلکي لارښوونې، د وړتیا غوړیدو برنامې چمتو کول او د محصلانو د لېوالتیاوو او استعدادنو تشخیص او پلټنه.
۲. فردي، ډله ییز، تحصیلي، ارتباطي، کورني او مسلکي ارواپوهنیز چوپړونه وړاندې کول.
۳. هره یوه میاشت وروسته له محصلانو سره مشورتي ناستې جوړول او د هغوی پوښتنو ته ځوابونه ویل.
۴. د ظرفیت لوړونې په موخه د ښوونیزو پروګرامونو ترسره کول.
۵. د ټکنالوژۍ د استفادې په موخه د ښوونیزو دورو ترسره کول.

څلورمه ماده ـ لازمه فضا، وسایل او تجهیزات:
دا مرکز د موسسې په داخل کې دی او محصلان ورته په اسانۍ لاسرسی لري، خو له موسسې بهر مراجعین هم کولای شي چې په ډېره راحتۍ او اسانۍ ورته لاسرسی ولري.
د مشاورې او ملاتړ په مرکز کې دا لاندې وسایل او تجهییزات شته:
۱. انټرنیټ ته وصل یوه پایه لپ ټاپ کمپیوټر
۲. داخلي ټلیفون
۳. د جلسو مېز
۴. پرنټر
۵. میز، څوکۍ او کوچ
۶. د آرشیف سیستم
پنځمه ماده ـ بشري قوه
۱. د مشاورې او ملاتړ مرکز مدیر
۲. یو تن ارواپوه