د بنسټګر پیغام

د خوشحالۍ ځای دی چې د بی بی عایشه تعلیمي او تحصیلي مرکز په جوړولو سره د افغانستان د علم خوښي ملت په چوپړ کې یو.

مونږ اسلامي او افغاني ارزښتونو ته په پام سره، د افغانستان د ټولو شته قوانینو پر بنسټ او دغه شان د تاریخي محرومیتونو له مخې د بی بی عایشه د لوړو زده کړو موسسه جوړه کړه، څو وکولای شو تعلیم ته د ښځو لاسرسی پراخ او د وړتیاوو لوړولو ته یې کار وکړو.

مورا د ښځو اړتیاوو او ټولنیزو ستونزو ته په پام سره په بیلابیلو تعلیمی او تحصیلي برخو کې نجونو او ښځو ته بې مخینې  او بې سارې اسانتیاوې او خدمتونه برابروي.

زمونږ په ستراتېژۍ کې د افغان نجونو، ښځو په ځانګړي ډول میندو او له لوړو زده کړو بې برخې مېرمنو د تعلیم او تحصیل لپاره د افغاني ټولنې د منلو وړ یو مناسب چاپېریال برابرولو او د یوې معتبرې عالي او اکاډیمیکې موسسې جوړولو لید لوری چې ټول تاریخي، دیني او فرهنګي ارزښتونه هم په کې نغښتي وي هغه څه دي چې د دوی په ژوند کې به رېښتیني بدلونونه رامنځه کړي.

دغې موسسې له جوړېدو راهیسې تر اوسه په بېلابیلو برخو کې، د محصلانو د علمي او اکاډېمیکو وړتیاوو د لوړولو، د کریکولم او تحصیلي معیاري نصاب د کچې د پراختیا، لوړو زده کړو ته د لاسري د پراختیا په برخه کې د غوره مدیریت، د تعلیمي او تحصیلي بنستونو د پراختیا او کیفیت لوړولو، د بشري ځواک د پراختیا او په ورته نورو برخو کې د پام وړ لاسته راوړنې درلودلې او د اوږدمهالو موخو د پلي کولو په لور هم ګام په ګام مخته روانه ده.

مونږ ډاډه یو چې زمونږ د لوړو زده کړو عالي موسسه روښانه راتلونکې لري، او د با کیفیته تحصیل او څېړنې، فارغانو ته د کاري زمینو برابرولو، معیاري بنسټونو او له تحصیلي نصاب نه بهر د ملاتړ، غوره مشوره ورکونې او نور بیلابیلو فعالیتونو د خدمتونو په برابرو کې یواځنی معتبر علمي مرکز دی.

 

په درنښت

پوهنمل ډاکټر عزیزالله امیر

د بی بی عایشه د لوړو زده کړو د موسسی بنسټ اېښودونکی