په بي بي عایشه لوړو زده کړو موسسه کې د نوملیکنې او ګډون عمومي لارښوونې
په بي بي عایشه لوړو زده کړو موسسه کې د زده کړو د پیل لپاره باید تاسې د نوملیکنې او ګډون پړاو بشپړ کړئ. په بي بي عایشې لوړو زده کړو موسسې کې د ګډون لپاره باید لومړی هر محصل د معلوماتو له دفتره د نوملیکنې فورمه واخلي، ډکه يې کړي او دا لاندې اسناد ورسره ضمیمه کړي.
اصلي تذکره او دوه کاپي
د دوولسم ټولګي د شهادت نامې اصلي او کاپي
شپږ قطعې ۳ په ۴ کې رنګه عکسونه چې شاته ساحه يې سپین بګراونډ ولري.
د نوملیکنې فیس تحویلول
د ۱۴ ام پاس لپاره د اړتیا وړ اسنادو لرل
د حسابدارۍ، ښوونیز مدیریت، انجینري او کمپیوټر ساینس هغه څوارلسم پاسان چې د نومرو سلنه يې تر ۸۰ سلنې لوړه وي، په درېیم سمستر کې منل کېږي.