لید لوری او ماموریت

لیدلوری
بي بي عایشه د لوړو زده کړو موسسه د افغان ښځو لپاره په افغانستان کې د لومړني تحصیلي بنسټ په توګه غواړي چې په ملي او سیمه ییزه کچه د لوړو زده کړو او علمي څېړنو د غوره او دوامداره سیستم په جوړولو سره د لوړ کیفیت او باوري پوهنتون په حېث وپېژندل شي.

ماموریت
د بي بي عایشې د لوړو زده کړو موسسې په علمي او نړیوالو معیارونو سمبال د لوړو زده کړو د غوره چوپړونو په وړاندې کولو سره د افغان ښځو په ژوند کې خورا مثبت تحول راوستی دی او د سولې، ارامتیا او برابرۍ د فضا په چمتوالي سره يې د افغانستان د ودې او پرمختګ لپاره فرصتونه برابر کړي دي.