د بي بي عایشه د لوړو زده کړو موسسې د محصلانو د ملاتړ مرکز

د بي بي عایشې لوړو زده کړو موسسې د محصلانو د ملاتړ مرکز

د بی بی عایشې لوړو زده کړو موسسې د محصلینو د ملاتړ مرکز په ۲۰۱۷ کال کې د بي بي عایشې د لوړو زده کړو موسسې د محصلینو د ظرفیت لوړولو او ملاتړ په موخه جوړ شو. د دغه مرکز په مرسته محصلان کولای شي په وړیا او یا هم په مناسب تخفیف سره په دغه موسسه کې زده کړې وکړي.

د محصلانو د ملاتړ مرکز له دوی سره د ځانګړو خدماتو مرسته کوي چې په بېلابېلو برخو کې د دوی وړتیاوې وپیژني، ترڅو په ملي او نړیواله کچه خپل مسلک ته وده ورکړي. دغه مرکز د محصلانو فرهنګي وده او د پوهې کچه پراخوي، هغوی خلاق، نوښتګر روزي او له هغوی سره په نورو تعلیمي برخو کې همکاري کوي. د دې ترڅنګ دا مرکز هڅه کوي چې فارغ شوو محصلانو ته د کار او کار زده کړې (کارآموزی) زمینه د موسسې په داخل او له موسسې بهر برابره کړي