د بي بي عایشه د لوړو زده کړو موسسې درسي سیستم

د بي بي عایشې لوړو زده کړو موسسې درسي سیستم

تعلیمي او تحصیلي بنسټونه په خپل داخلي سیستم کې معمولا یو لړ ځانګړي اصول، قوانین او مقررات لري. په دغو تعلیمي او تحصیلي بنسټونو کې چې کوم محصلان په لوړو زده کړو بوخت وي، دوی باید د اکاډمیکې موسسې له ټولو قوانینو، مقرراتو او اصول باخبره وي. د بي بي عایشې لوړو زده کړو موسسه هم له دې اصولو مستثنی نه ده او د لوړو زده کړو وزارت له لوري د تایید شوي منظم سیستم لرونکې ده. لازمه بولو چې له خپلو ګرانو محصلانو سره یو لړ مهم مسایل شریک کړو چې اکثریت يې له دغه مسایلو سره مخ او سروکار لري. 

مخکې تر دې چې یو محصل په دې موسسه کې په زده کړو پیل وکړي، باید په دې وپوهول شي چې د دې موسسې درسي سیستم محصل محوره کریدیتي سیستم دی، کریدیت سیستم په لاندې ډول تشریح کوو: د کریډیت سیستم یو پرمختللی او اغېزناک درسي سیستم دی چې اوسمهال په نړۍ کې د منلو وړ او د تطبیق په حال کې دی. د دغه سیستم اساسي موخه دا ده چې محصل باید د زده کړې یا د ښوونې او روزنې په مرحله کې ډېر فعال او پیاوړی څرګند شي. دا منونکی سیستم دی او محصل ته په درس کې د ونډې او ګډون ډېر فرصتونه برابروي.  په کریډیټ سیستم کې د وخت د ضایع کېدو مخنیوی کېږي، ترڅنګ يې د محصل د چټک پرمختګ هڅې په کې زیاتې وي، د محصل له فعالیتونو سره د مرستې معیارونه په کې دقیق غوره کېږي. د استادانو مسوولیت او کړنې په کې ډېرې اغېزناکې وي او د محصلانو علمي او عملي وړتیاوو ته په کې تمرکز زیات وي. 

اصطلاحات

۱ . کریدیت: (Credit)  یو درسي واحد دی چې پر اساس يې د تحصیلي دورې د نصاب د سمسترونو په تفکیک سره د هر مضمون ونډه په نصاب کې ټاکل کېږي. یو کریدیت ۱۶ درسي ساعتونه او یا یو سمستر د هغې معادل وي. 

۲ .   اساسي مضمونونه: (Basic Subjects) هغه مضمونونو ته وايي چې اصلي دورې ته د ننوتلو لپاره لازمي وي او د ځانګړو معلوماتو بنسټ تشکیلوي. 

۳. حتمي تخصصي مضمونونه: ( Compulsory Professional Subjects)  هغه مضمونو ته ویل کېږي چې حتمي او ضروري وي او بدلون يې تخصصي رشته بدلوي. په ځینو پوهنتونونو کې دا مضامین اصلي رشته تشکیلوي. 

۴. اختیاري مضمونونه: ( Optional Subjects ) هغه مضامینو ته ویل کېږي چې د یو  شاګرد له تحصیلي رشتې سره اړیکه لري او د پوهنځي له خوا په درسي پروګرام کې ځای پر ځای شوي وي، محصل يې له ډلې یو یا څو مضامین په اختیاري شکل انتخابولی شي. د اختیاري مضامینو ټاکل د څانګې اړوند دي او د علمي شورا تر تایید وروسته يې پوهنځی ورته انتخابوي.    

۵ . پوهنتون شموله مضمونونه: هغه مضامین دي چې د افغانستان د لوړو زده کړو په ټولو پوهنځيو کې تدریس کېږي. لکه: اسلامي ثقافت، معاصر تاریخ، بهرنۍ ژبې، چاپېریال ساتنه، کمپیوټر او د بدني روزنې مضمون چې په غیر مسلکي پوهنځیو کې اختیاري دی. 

۶.  تحصیلي کال: هر تحصیلي کال دوه سمستره وي او هر سمستر پرته له آزموینو ۱۶ اونۍ نیسي. پر دې اساس یو کریدیت په یو سمستر کې ۵۰ دقیقه يي ساعت ۱۶ درسي ساعتونه کېږي او یا یو ۵۰ دقیقه يي ساعت په یوه اونۍ کې کېږي. دوه ساعتونه تطبیقات یا لابراتوار او یا درې ساعته ستاژ یا ساحوي کار د یو درسي ساعت سره محاسبه کېږي.  

۷.  د لیسانس یوه دوره لږ تر لږه ۱۳۶ کریدیته وي او د معالجوي طب پوهنځي یوه دوره لږ تر لږه ۲۳۸ کریدیتونه کېږي. 

۸.  د لیسانس دورې مضمونونه په اساسي مضامینو، تخصصي مضامینو، اختیاري او پوهنتون شموله مضمونونو وېشل کېږي.