د څرنګوالي د تضمین کمېټه

د بي بي عایشې د لوړو زده کړو موسسې د څرنګوالي د تضمین کمېټه

د څرنګوالي د تضمین کمېټه د پوهنتون د علمي او تدریسي مرستیال تر سرپرستۍ لاندې فعالیت کوي. د کیفیت د ارتقا او لوړاوي په برخه کې د موسسې له تطبیقي برنامو او پروګرامونو څارنه، د موسسې ځاني ارزونه او د لوړو زده کړو وزارت د کیفیت لوړاوي او باور ورکوونې ریاست ته د راپور چمتو کول د دې کمېټې اصلي دندې دي. د دغه کمېټې د دندو لایحه په لاندې ډول ترتیب شوې ده:
الف) د څرنګوالي د تضمین پروګرامونو او باور ورکړې په اړه
• په تحصیلي بنسټ کې د کیفیت د ښه والي لپاره هڅې.
• د تحصیلي بنسټ د پوهنځیو او څانګو (ډیپارټمنټ) د ارزونې له بهیره څارنه.
• د تحصیلي بنسټ د ارزونې د ټولو راپورونو چمتو کول.
• د پوهنځیو او څانګو د ارزونې د ټولو راپورونو بررسي او پلټنه
• د بیاکتنې او څارنې له ډلې سره د بیاکتنې پر وخت همکاري.
• د لوړو زده کړو له ملي ستراتیژیک پلان سره او هم د موسسې له ستراتیژیک پلان، د باور ورکړې او څرنګوالي د تضمین اړوند مهم اسنادو، د څرنګوالي د تضمین د لایحې او د ارزونې له معیارونو سره بلدتیا.
• د موسسې رئیس او علمي مرستیال ته د پوهنځیو د کیفیت ښه والي او نورو چارو لکه: لابراتوار، د کمپیوټر مرکزونه، کتابتون، محصلانو ته چوپړونه، علمي څېړنې او نورو برخو کې د کیفیت ښه والي او لوړوالي اړوند مشورې ورکول.
• د تحصیلي بنسټ د هر پوهنځي د علمي او اداري کړنو د ارزونې د اسنادو چمتو کول.
• له پوهنځیو، علمي غړو، محصلانو او نورو کارکوونکو سره د بحثونو او مجلسونو وروسته د پرېکړو او فیصلو محرم مسایل خوندي ساتل.
• د لوړو زده کړو وزارت د څرنګوالي لوړتیا او باور ورکړې له ریاست سره کاري اړیکه ټینګول.
• د عملیاتي پلان اړوند د څارنې کلنی راپور چمتو کول او په پروګرامونو دوره يي مرور او تعقیب کول.
• د ارتقا او کیفیت ښه والي اړوند د ځینو نورو دندو اجرا کول چې د ښکېلو مقاماتو له لوري يې د اجرا وړاندیز کېږي.

ب) د څرنګوالي د لوړتیا تدابیر
• د څرنګوالي د تضمین او باور ورکونې د ټولو معیارونو لپاره د داسې یو عملیاتي پلان جوړول چې د ضعف ټکي، ګواښونه او فرصتونه په کې مشخص شوي وي.
• د عملیاتي پلان د تطبیق لپاره د یو میکانیزم جوړول چې د پلان د تطبیق په مخکې شته خنډونه له منځه یوسي او حللارې ولټوي.
• د تحصیلي بنسټ په ټولو سطحو کې د عملیاتي پلان له پلي کېدا څارنه.
• د لوړو زده کړو وزارت د ملي ستراتیژیک پلان او د تحصیلي بنسټ له ستراتیژیک پلان له تطبیقي چارو څارنه او د هغوی ربعوار (درې میاشتنی/څلور میاشتنی) راپور چمتو کول.
• د تحصیلي بنسټ په کچه د څرنګوالي د تضمین له پروګرامونو او پلانونو د تطبیق لپاره د غونډو او ناستو تدویر او رابلل.
• د هغو برنامو پلي کول چې د وزارت د څرنګوالي د ارتقا ریاست له لورې وړاندیز کېږي.
• د کیفیت د ښه والي په برخه کې د ځينو نورو نوښتي او ابتکاري پروګرامونو پلي کول.
• د تحصیلي بنسټ د ستراتیژیک، عملیاتي او نورو پلانونو د تطبیق لپاره له ځانګړې شوې بودجې څارنه او نظارت کول.
• د تحصیلي بنسټ د تدریسي چارو د ښه والي، انفرادي عملیاتي پلان او د زده کړو له نور بهیره نظارت او پلټنه.

ج) د ټولو علمي چارو د څارنې او پلټنې په اړه
• د لوړو زده کړو وزارت د ۱۳/۸/۱۳۹۲ نېټې د (۴۹۳۳/۳۷۸۴) ګڼه حکم پر بنسټ د تحصیلي موسسوو/پوهنتونونو د ټولو علمي چارو څارنه او پلټنه د تحصیلي بنسټ د څرنګوالي د تضمین کمېټې پر غاړه دي چې دا لاندې دندې په کې شاملېږي:
• . د تحصیلي بنسټ د علمي شورا تر تایید وروسته د هر سمستر په پای کې د ټولو رسمي راپورونو او نشراتي چارو د څارنې او پلټنې په اړه د لوړو زده کړو وزارت د څرنګوالي د تضمین او باور ورکونې ریاست ته ګزارش ورکول.
• د تحصیلي بنسټ د علمي شورا تر تایید وروسته د هر سمستر په پای کې د ټولو علمي څېړنو د څارنې او پلټنې په اړه د لوړو زده کړو وزارت د څرنګوالي د تضمین ریاست ته معلومات او راپور ورکول.
• له تدریسي چارو څارنه، په ځانګړې توګه د تدریس له څرنګوالي او د ارزونې د طرز العمل له تطبیق څخه. د دې چارو د څارنې ګزارش د تحصیلي بنسټ د علمي شورا تر تایید وروسته د لوړو زده کړو وزارت له اړوند ریاست سره شریکول.
• د تحصیلي کال د پای ازموینو څارنه، د واحدې ازموینې د طرز العمل تطبیق او د علمي شورا تر تایید يې وروسته يې راپور د لوړو زده کړو وزارت ته استول.
• د تحصیلي بنسټ له تجهیزاتو، اړتیا وړ موادو، لابراتوار، عملي چارو او نورو راپور د لوړو زده کړو وزارت د کیفیت د ارتقا له ریاست سره د تحصیلي بنسټ د علمي شورا تر تایید وروسته شریکول.
• نظارت و بررسی از میتودهای درسی دیپارتمنت‏ها در جریان سمستر و تهیه گزارش بعد از ختم سمستر به ریاست ارتقای کیفیتبعد از تایید شورای علمی نهاد تحصیلی. د سمستر په جریان او پای کې د دیپارتمنټونو د تدریسي میتودونو څارنه او پلټنه کول او د لوړو زده کړو وزارت ته يې راپور ورکول.
• د اصلاح او معیاري کېدو په موخه هر سمستر د تدریسي موادو او لکچر نوټونو څارنه او پلټنه کول او وزارت ته يې راپور ورکول.
• د سمستر په جریان کې د نصاب او تدریسي مفرداتو څخه دقیقه څارنه او د سمستر په پای کې يې د لوړو زده کړو وزارت د کیفیت ارزونې ریاست ته راپور ورکول.
• د کال په اوږدو کې د تقرر او علمي ترفیعاتو له جریان څخه رڼه څارنه او د تحصیلي بنسټ علمي شورا ته يې راپور ورکول.
• د تحصیلي بنسټ له نظم او دسپلین څخه نظارت او د لوړو زده کړو وزارت د کیفیت ارتقا ریاست ته يې ګزارش چمتو کول.
• د تدریس پر مهال د نوې ټکنالوژۍ له کارونې څارنه او د سمستر د درسي مهالوېش ارزونه.
• د پوهنځیو او ډیپارټمنټونو له علمي او اکاډمیکو چارو نظارت او پلټنه.
• د اکاډمیک ماحول د لایحو، مقررو، طرز العملونو او نورو تقنیني اسنادو څارنه او بررسي.
• د پوهنتونونو د مالي خپلواکۍ د مقررې پر بنسټ د علمي، تحقیقي او نشراتي چوپړونو څخه دقیقه څارنه، پلټنه او ارزونه.
د لارښود پر اساس د پوهنتون د څرنګوالي د لوړتیا کمېټه، د علمي شورا لخوا وټاکل شوه او نهه غړي لري:
نوم تخلص د زده کړو درجه د زده کړو رشته
• پوهنمل شکریه فقیرزاده ماستر بیولوژی
• شیبا کوهستانی ماستر فارسی ادبیات
• حلیمه عثمان د طب متخصصه نسایي ولادي
• تبسم نیکبین ماستر اجتماعي علوم
• پښتنه ابراهیم خیل لیسانس کمپیوتر ساینس

• لیمه امیرزی داکتر MD
• زهره مومند ماستر اقتصاد

د څرنګوالي د تضمین فرعي کمېټې:
د څرنګوالي د تضمین کمېټې تر نظارت لاندې په بي بي عایشې د لوړو زده کړو موسسې په پوهنځیو او دیپارمنټونو کې دوې فرعي کمېټې جوړې شوې دي.
1. د معالجوي طب پوهنځي د کیفیت ښه والي کمېټه
2. د اقتصاد پوهنځي د کیفیت ښه والي کمېټه
د څرنګوالي د تضمین کمېټه د اړوند پوهنځیو د ريیسانو تر سرپرستۍ لاندې فعالیت کوي. د دغه کمېټو اصلي دنده د پروګرامونو چمتوالی، ځاني ارزونه او د پوهنتون د څرنګوالي د تضمین کمېټې ته راپور ورکول دي.
د څرنګوالي د تضمین فرعي کمېټې د اړوند دیپارتمنټونو د امرینو تر سرپرستۍ لاندې فعالیت کوي، دا کمېټې د دیپارتمنټونو په سطحه خپلې ارزونې کوي او د پوهنځیو د څرنګوالي د تضمین کمېټو ته راپور چمتو کوي.