د څرنګوالي د تضمین د دفتر پېژندنه

د بي بي عایشې لوړو زده کړو موسسې د څرنګوالي تضمین د آمریت پېژندنه
د بي بي عایشې لوړو زده کړو موسسې د څرنګوالي تضمین آمریت د ۱۳۹۶ لمریز کال په وروستیو کې په فعالیت پیل وکړ، دغه آمریت د علمي مرستیال تر مستقیم آثر لاندې فعالیت کوي او د موسسې علمي مرستیال د څرنګوالي د تضمین رئیس وي.
د موسسې د څرنګوالي د تضمین آمریت په داخل د موسسه کې اته اصلي کمېټې او د پوهنځیو په کچه څوارلس فرعي کمېټې لري. د موسسې په کچه اته کمېتې دا دي: د څرنګوالي د تضمین کمېټه، د پلان او پالیسۍ کمېټه، د څېړنو کمېټه، د نصاب کمېټه، فرهنګي او د نشراتو کمېټه، د نظم او دسپلین کمېټه، د آزموینو کمېټه او د الکترونیکي زده کړو کمېټه (E- Learning ) دي چې دا ټولې کمېتې، آمران، د دندو لایحې او د مهالوېش سره سمې خپلې غونډې ترسره کوي.
د یادونې وړ ده د بي بي عایشې د لوړو زده کړو موسسې د څرنګوالي د تضمین کمېټه د لوړو زده کړو وزارت د کیفیت تضمین له ریاست سره مستقیمې او دایمي اړیکې لري او د دوی د لارښوونو اړوند خپلې چارې سمبالوي.