د موسسې د رئیسې پېغام

د موسسی د رییسی پیغام

د بی بی عایشه د لوړو زده کړو موسسه په دې شعار سره مخته ځي – هو، مونږ کولای شو!

د بی بی عایشه د لوړو زده کړو موسسه په ۲۰۱۶ میلادي کال کې خپل فعالیت پیل کړ چې  ښځینه محصلانو ته د زده کړو غوره او با کیفیته خدمتونه وړاندې کوي او موخه یې هم دا ده چې د ښځو پر وړاندې تعلیمي او تحصیلي ستونزی حل کړي.
مونږ ویاړو چې دبی بی عایشه د لوړو زده کړو موسسه چې بنسټ اېښودونکی یې د هیواد پېژندل شوی او پوه شخصیت ښاغلي ډاکټر عزیز الله امیر دی، نن د هیواد په کچه د یو مطرح علمي بنسټ په توګه پېژندل شوی دی.

دا یو امتیاز دی او مونږ هیله لرو چې خپل اصلي موخی ته چې د سیمې او نړۍ په کچه د افغان ښځينه محصلانو د تحصیلي او مسلکي اړتیاوو پوره کول دي ورسېږو.

په دغه لنډه موده کې چې د یاد بنسټ له جوړېدو تیریږي مونږ د پام وړ لاسته راوړنې درلودې او په راتلونکي کې هم هڅه  کوو چې د نویو او تازه پروګرامونو او نوښتونو له لارې دا لاسته راوړنې لا پراخې او خوندي کړو.

مونږ دلته د محصلانو د تولنیز شخصیت پر ودې ډېر ټینګار کوو او هڅه کوو چې د دوی فعالیتونه د دوی له درسي ټولګيو هم پراخ وي څو د سیمې او نړۍ په کچه له سیالانو سره سیال شي چې په همدې موخه مو ورته لازم خدمتونه لکه لیلیه، سنبال کتابتون او نور اړین امکانات هم برابر کړي چې دوی په امن او خوندي چاپېریال کې خپلې زده کړې وکړي.

مونږ دغه بنستیزې موخې ته د رسېدلو لپاره دغه شان، د هیواد، سیمې او نړۍ په کچه علمي غړي، ژمن ټیم او تجربه لرونکي مدیران لرو.

د افغان ښځو د لوړو زده کړو موسسه بی بی عایشه خپل پوهنځي ارزوي او د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت د تضمین کیفیت او اعتبار ورکونې ادارې ټول اصول پرې پلې کوي څو خپل اکاډمیک اعتماد وساتي او لا یې پیاوړی او غښتلی کړي.

زه د دغه موسسې د رییسې په توګه دې ته ژمنه یم چې وړ کارکوونکي او کدرونه جذب کړو، د خپلو خدمتونو او زده کړو کیفیت لوړ او خپل ځان هغه شان ثابت کړو لکه څنګه چې رانه تمه موجوده ده.

په درنښت

ډاکټر حلیمه “  عثمان “

د بی بی عایشه د لوړو زده کړو د موسسی رییسه