طب پوهنځی
د پوهنځي لنډه پیژندنه:
د پوهنځي نوم: معالجوي طب
د بنسټ ایښودنې کال: ۱۳۹۵ لمریز کال
د دیپارتمنټونو تعداد: دوه دیپارتمنټه
ښوونیز سیسټم : کرډت سیستم
د بی بی عایشه د لوړو زده کړو د مؤسسی د معالجوي طب د پوهنځي بنسټ ، په ۱۳۹۵ لمریز کال کې د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت د رسمي جواز په درلودلو سره کیښودل شو او د محصلینو جذب او منلو ته یې پیل وکړ.
په دې پوهنځي کې ښوونیزه دوره په دوه دیپارتمنتونو ویشل کیږي کلینیک او پاراکلنیک . کلینیک دوره ) MD( یې بیا د پرنسیب له مخې په داخله او جراحي ویشل کیږي . دغه ښوونیزه دوره
په ورځني تایم کې معالجوي طب برخه کې تطبیق کیږي . ددې پوهنځي ښوونیز سیستم د کرډت نوی سیستم دی چې تر ټولو معیاري او نوی سیستم په نړۍ کې پیژندل شوی . دغه سیستم د افغانستان د لوړو زده کړو د وزارت له خوا هم منل شوی او ټینګار پرې شوی دی.
ددې پوهنځي مکمله دوره په ۷ کلونو او ۱۴ سمسټرونو ویشل شوې ده چې ۳ پایلیني سمسټرونه د عملي کار یا ستاژ لپاره ځانګړی شوی دی .
دې پوهنځي ته د ننوتو لاره:
دې پوهنځي ته ننوتل د کانکور آزموینې په اخیستو سره سرته رسیږي چې هرکال دوه ځلې ( په اوړي او ژمي موسمونو کې ) د افغانستان د لوړو زده کړو د وزارت درانه هیات نظر لاندې ترسره کیږي .
تعمیر او ټولګي :
دطب پوهنځی د خوندي فضا ، په ښوونیزو اسبابو سنبال ټولګي او ځینو نورو امکاناتو ( وایټ بورد ، ، مناسبې چوکۍ او کافي رڼا) په درلودلو سره د بی بی عایشه د لوړو زده کړو د LCD پروجکتور ،
موسسې په چوکاټ کې فعالیت لري.
د ښوونکو تعداد
د معالجوي طب پوهنځی ۳۲ تنه علمي دایمي کادرونه لري چې د ماسټرۍ ، دوکتورا او تخصص تحصیلی درجو لرونکي دي.