د څرنګوالي د تضمین او اعتبار ورکونې چوکاټ

د څرنګوالي د تضمین او باور ورکونې چوکاټ
د څرنګوالي د ارتقا او باور ورکونې د معیارونو لنډیز
۱. ماموریت او ستراتیژي: موسسه د یو ماموریت او ستراتیژیک پلان لرونکې وي چې ټولو کاري ګډونوالو ته به د درک وړ وي او دا پلان به د موسسې لپاره د بنسټونو، پرېکړو او سرچینو د تخصیص په برخه کې زمینه برابر وي.
۲. په ټولنه کې ونډه اخېستل او پراختیا: موسسه په ټولنه، سیمه او د ملي پراختیا په چاپېریال کې خپل نقش ترسره کوي. دا مسوولیتونه د موسسې په ستراتیژیک پلان کې ځای پر ځای شوي او د کارکوونکو او محصلانو د کړنو حدود او پوهاوی ټاکي.
۳. حاکمیت، رهبري او اداره: دا درې ټکي د موسسې په ستراتیژیکو موخو او ماموریت متمرکز وي.
۴. مالي او اداري سرچینې: د موسسې سرچینې د موسسې ستراتیژیک پلان او ماموریت لپاره تخصیص وي او هغه پرې تنظیمېږي.
۵. علمي او اکاډمیک پروګرامونه: علمي او اکاډمیکې برنامې به د موسسې له ماموریت سره انډول لري او د دوامداره اصلاحاتو له راوړلو به يې څارنه، پلټنه او مرور کېږي.
۶. څېړنه: موسسه په پلان کې لري چې خپل څېړنیز فعالیتونه پراخ کړي او ډاډ ورکوي چې استادان په څېړنیزو چارو کې بوخت دي.
۷. استادان او کارکوونکي: موسسه خپل استادان او کارکوونکي ګوماري، هغوی مدیریت کوي او ظرفیتونو ته يې پراختیا ورکوي تر څو ډاډ ترلاسه کړي چې ستراتیژیکو موخو د رسېدو په برخه کې ورسره مرسته کوي.
۸. د محصلانو تجربې: موسسه له چاپېریال او فضا ډاډ ورکوي چې محصلان کولای شي په هغې کې غوره زده کړې کړي، فکري پراختیا او بریالیتوب ترلاسه کړي.
۹. د څرنګوالي ارتقا او غوره والی: موسسه د دایمي څېړنو او اصلاحاتو په موخه د کیفیت د کړنو، جوړښتونو او پروسو د تطبیق مسوولیت پر غاړه لري.
۱۰. کتابتون او معلوماتي سرچینې: موسسه به د استادانو او محصلانو لپاره مناسب کتابتون او د معلوماتي سرچینو اسانتیاوې برابروي.
۱۱. تدریس، معلوماتي ټکنالوژي او اسانتیاوې: د تحصیلي موسسې املاکو او د معلوماتي ټکنالوژۍ زیربیناوو ته لاسرسی د موسسې ستراتیژیکو موخو او ماموریت لپاره بسنه کوي.