د بي بي عایشه د لوړو زده کړو موسسې د نظم او ډسپلین لایحه

لومړی څپرکی

مقررات
لومړۍ ماده
• په ټولو اړخونو کې په بشبړه توګه د اسلامي ارزښتونو ساتل.
• له هغو کړنو لرېوالی چې د اسلام مقدس دین او د افغاني عنعناتو پر خلاف وي.
• د بي بي عایشې د لوړو زدکړو موسسې د ټولو لایحو، مقراراتو، مصوباتو او پریکړه لیکونو رعایت.
• د موسسي په چاپیریال کې له قومي، مذهبي، ژبني او نورو تعصباتو ځان ساتل .
• ټولو استادانو، د څانګو امرینو او د پوهنتون ټولو کارکونکو ته درناوی او ور سره ښه چلند کول.
• د اکاډمیک نظم او نزاکت رعایتول.
• د شخصي او چاپیریالي نظافت مراعات او تامین.
• په ټاکلي وخت د موسسې مالي څانګې ته د سمستر فیس تحویلول.
• د نورو محصلانو پر وړاندې له ګروپونو، جنګي ډلو او مقابلې ځان ساتل.
• له هغو فعالیتونو څخه ځان ساتل چې درسي روال او د پوهنتون نظم ته زیان رسوي لکه: (په کالیزو نمانځلو او سیاسي فعالیتونو کې)
• د موسسې په چاپېریال یا حدودو کې د نورو له ګواښلو، فشار راوړلو او کړنو ځان ساتل چې د نورو فزیکي، رواني او امنیتي روغتیا ګواښي.
• د عصري ټکنالوژۍ پر مټ د ټولنیزو شبکو له لارې د نورو ګواښل درغلي حسابېږي.
• د هر ډول وسلې، چاودېدونکو توکو او زیان اړونکو وسلو له ګرځولو، استفاده کولو او ساتلو ځان ساتل.
• په اکاډمیک چاپېریال کې د افراطي ارایش او پړکنده کالیو له اغوستلو ځان ساتل، پوهنتوني لباس باید لږ تر لږه د اکاډمیک چاپېریال سره مناسب وي.
• د هغو اموالو ساتل او حفاظت چې په پوهنتون پورې اړه ولري.
• د عملي درسونو پر وخت د طب پوهنځي محصلان باید سپینه چپنه واغوندي.

دویمه ماده:
• بې له اجازې او مخکینۍ اطلاع نه د نورو اشخاصو ، په ځانګړې توګه د ذکور طبقې ننوتل د پوهنتون شعبو ته منعه دي.
• د زیوراتو او غیر ضروري قیمتي څیزونو راوړل منع دي او د ورکېدو په صورت کې يې موسسه مسووله نه ده.
• د هر ډول دواوو د تابلیت، شربت، چکک او یا امپول په بڼه راوړل په کلکه ځان وساتل شي، او د ناروغي په صورت کې اړوند اسناد د پوهنتون ادارې ته وړاندي شي.
• په دسته جمعي توګه د پوهنتون شعبو ته د ننوتلو نه ډډه وکړل شي، زده کړیالان کولای شي چې خپل مسایل او ستونزي د ټولګې د استازو په واسطه حل کړي.
• زده کړیالان باید د ساعت د پیل نه په ټولګې کې خاضر وي او بې له ضرورته د ساعت تر اخره د ټولګې نه ونه وځي.
• د درسې ساعت په اوږدو کې د موبایل نه ګټه اخیستل منعه دي، زده کړیالان باید د درس په وخت کې خپل موبایلونه بند وساتي.
• د پوهنتون په ساحه کې د هر ډول انځور او فلم اخېستل منع دي او د خپرولو په صورت کې يې محصل مسوول او ځواب ویونکی دی.
• د موسیقي اوریدل، د سندرو ویل او نڅا کول د موسسې په چاپیریال کې منعه دي.
• د زده کړیال حاضري په پوهنتون.کې یو مهم اصل دی او په ټولګې کئ ۷۵% حاضري د نه بشپړېدو په صورت کې د زده کړیال د ازموینې د محرومیتو سبب کیږي.
• هغه زده کړیالان چې درسونو ته حاضریږي د درس تر ختمیدو پورې له کمپلکس د وتلو اجازه نه لري. که محصل ناروغ و او یا يې اړین کار درلود د والدینو سره تر اړیکې نیولو وروسته ورته اجازه ورکول کیږي، مګر د موسسې نه وتلو په وخت کې باید خپل نوم او شهرت په ځانګړې کتاب کې راجستر کړي.
• د محفلونو د لمنانځلو لکه د کلیزې محفل ، د کیک او نورو غذایي موادو راوړل پوهنتون ته منعه دي.
• د پوهنتون اړوند جنسونو څخه شخصي او غیر درسي ګټنه منع ده.
• استاذانو او کارکونکو ته د تحفو ورکول په هر ډول او عنوان چې وي په کلکه منعه دي.

دویم څپرکی

انظباطي طرز العمل
انظباطي طرزالعمل په لومړي څپرکي کې د ذکر شویو مقرراتو د نقض او نه اجرا په هکله د مقابل چلند لارښوونه کوي تر څو هغه کړنې چې د مقرراتو پر خلاف وي، هغې ته رسیدګي وکړي.
لومړۍ ماده:
په لومړۍ مرحله کې که محصله/ محصلانې د مقرراتو څخه سرغړونه کوي د پوهنتون د ادارې (محصلانو چارو معاونیت) لخوا ورته توصیه کېږي، مګر د مجددې سرغړونې په صورت کې له عامل څخه شفاهي او تحریري ژمنه اخېستل کېږي او د پوهنتون په انظباطي دوسیه کې حفظ کېږي.
دویمه ماده:
دا اخطار لیک هغه وخت صادرېږي چې محصل په مقرر ډول له اصولو او مقرراتو سرغړونه وکړي، په دې صورت کې د پوهنتون اداره (د پوهنتون ریاست، اداري معاونیت او د محصلانو معاونیت) موضوع تعقیبوي، محصل ته لیکلی اخطار ورکوي چې یوه کاپي يې د محصل په انظباطي دوسیه او بله يې د محصل کورنۍ ته استول کېږي.
درېیمه ماده:
نقدي جریمه : دا په هغه صورت کې کېږي چې د پوهنتون اداره يې لازمه وګټي، د جریمې کچه د سرغړونې کچې ته په کتو ټاکل کېږي.

انفکاک یا منفکي: په هغه صورت کې چې محصل د مقرراتو په نه مراعتولو منفک او له تحصیلي دورې وویستل شي، البته دا پرېکړه د وروستۍ مرجع لخوا نیول کېږي، وروسته دا پرېکړه د پوهنتون علمي شورا ته وړاندیز کېږي او د علمي شورا تر تصویب وروسته د پوهنتون له رئیس او بنسټګر سره پرې تر مشورې وروسته عمل کېږي.
نوټ:
د انظباطي طرزالعمل د ټاکلو او بڼې په اړه د پوهنتون اداره صلاحیت لري.