زموږ په اړه

ښه راغلاست

د بي بي عایشې د لوړو زده کړو موسسه په تحصیلي برخه کې د افغان ښځو د ودې او دوی ته د درس او تعلیم د فرصتونو په ایجاد سره لومړی د لیسانس او ورپسې د ماسترۍ په برخه کې د لوړو زده کړو فعالیت کوي.
پوهنځي
معالجوي طب ( 7 کاله)
اداره او سوداګري (4 کاله)
کمپیوتر ساینس (4 کاله)
ښوونه او روزنه (4 کاله)
ښه راغلاست!
مورا تعلیمي او تحصیلي کمپلکس په هېواد کې لومړنی، بې ساری او لوی تحصیلي مرکز دی چې یوازې د ښځو له خوا د ښځو لپاره په یو بشپړه مناسبه فضا کې په ۴۲ جریبه ځمکه باندې تاسیس شوی او د هېواد د لوړو زده کړو وزارت سره ثبت او راجستر دی.
د ښځینه وو د لوړو زده کړو په برخه کې د یوې تشې ډکولو او د افغان ښځو د پرمختګ په موخه مورا تعلیمي او تحصیلي موسسې د ښاغلي دوکتور عزیز الله امیر د شخصي پانګونې پر اساس په فعالیت پیل وکړ، چې د بنسټ ډبرې د اېښودو په مراسمو کې يې د هېواد لومړۍ مېرمنې رولا غني، د حکومت جګپوړو غړو، د لوړو زده کړو او پوهنې وزارت استازو برخه اخېستې وه.
مورا د لوړو زده کړو موسسه په بشپړه توګه د علمي او مسلکي افغان مېرمنو له لوري فعالیت کوي چې یو آرام چاپېریال، مناسب ځای او له فردي انحصار پرته يې د هېواد بچیانو ته د زده کړو فرصت برابر کړی دی.
دغه موسسه د مجهز کتابتون (فزیکي او الکترونیکي)، د ښځینه وو لپاره لیلیه، کفتریا، مجهز ایډیټوریم، په غږیزو او انځوریزو وسایلو سمبال ټولګي، د درسونو د عملي او نظري تطبیق لپاره مجهز لابراتوار، تطبیقي او لکچر ټولګي، شنه او سالمه فضا، د امنیت ساتنې د نورمونو رعایت او باسکونه چاپيریال کې فعالیت کوي. د لوړو زده کړو دغه موسسه د غوره اکاډمیکو معیارونو، د محصلانو د بریالیتوب، د ټولنې لخوا د منل شوي او مناسب چاپېریال او د هېواد تاریخي، فرهنګي او دیني ارزښتونو ته په پام ژمنه ده چې د افغان ښځو د وړتیاوو لوړو په برخه کې قدم په قدم مخکې تګ وکړي.