نوم او کورنی نوم: شیبا کوهستاني
د دندې عنوان: د څرنګوالي د تضمین آمره
د زده کړو درجه: د پارسي/دري ادبیاتو ماستره
برېښنالیک: dean.university@moraa.edu.af
د کیفیت لوړاوي د آمریت د دندو لایحه
د کیفیت د ارتقا آمریت به د ده، د دندو په لایحه کې درج شوي ټول مواد په دقیق ډول زده کوي او د هغې د منلو، تطبیق او اغېز لپاره به هڅې کوي. دا لایحه د لاندې مکلفیتونو او مسوولیتونو لرونکې ده:
- د کیفیت د ارتقا د ټولو غونډو او پروګرامونو د میاشتني، شپږ میاشتني او یو کلن کاري پلان ترتیبول او د لوړو زده کړو موسسې ټولو پوهنځیو ته يې استول.
- د موسسې د څرنګوالي د تضمین کمېټې د غونډو او جلسو ترسره کول او د جلسو د پرېکړو تعقیبول.
- د لوړو زده کړو وزارت د کیفیت د تضمین له ریاست سره د اړیکو پالل او د هغوی تجربې موسسې ته رالېږدول.
- د لوړو زده کړو موسسې د څرنګوالي د تضمین کمېټې له غړو سره د دوه اړخیز احترام په اړیکه ولاړې اړیکې رغول او ترڅنګ يې له نورو داخلي برخو او فرعي کمېټو سره د همغږۍ او د چارو د اسانتیا په برخه کې همکاري کول.
- د کیفیت لوړاوي چارو په موخه د پوښتنپاڼو، جدولونو او لازمو فارمټونو تهیه او ترتیبول.
- د موسسې د څرنګوالي د تضمین کمېټې په غونډو کې د مجلس د منشي او غړي دنده ترسره کول.
- ه علمي معاونیت او پوهنځیو سره د استادانو د همکارۍ او وړتیاوو پلټنه او بررسي کول.
- د کیفیت ارتقا د برنامو ترسره کول، د هر سمستر په پای کې يې تحلیل او راپور له علمي معاونیت سره شریکول، له هغې څارنه، ارزونه او د پوهنځیو له تطبیقي نصاب (کاریکولم) څخه ډاډ ترلاسه کول.
- د پوهنځیو په همکارۍ په ټولو پوهنځیو کې د پنځګونې ارزونې له تطبیق څخه څارنه، ارزونه او ډاډ ترلاسه کول.
- د پوهنځیو له فعالیتونو راپور چمتو کول ( د تدریس ښه والي پلان، د تدریسي انفرادي عملیاتي پلان، د اصلاحي ارزونې تطبیق، د استادانو د پالیسۍ کورس او نور)
- په لوړو زده کړو وزارت کې د کیفیت د تضمین اړوند په ټولو جلسو کې ګډون کول.
- په آرشیف کې د څرنګوالي د تضمین اړوند له ټولو اسنادو څارنه او ساتنه کول.
- د موسسې له پالیسۍ او کړنلارو پیروي او ځان خبرول، په ځانګړې توګه د کیفیت د تضمین اړوند.
- د څرنګوالي د تضمین اړوند له نورو برنامو نظارت او تطبیق.
- د موسسې علمي معاونیت او د لوړو زده کړو وزارت ته د څرنګوالي د تضمین اړوند د راپورونو چمتو کول