د اکاډمیکو خپلواکیو د ملاتړ پالیسي

بسم الله الرحمن الرحیم
د بي بي عایشې د لوړو زده کړو موسسه

د اکاډمیکې آزادۍ معیارونه

د بي بي عایشې لوړو زده کړو موسسه د غوره او باکیفیته تحصیلي چوپړونو په موخه د هېواد د ځوان نسل د روزنې لپاره تاسیس شوې چې له دې لارې هېواد ته خدمت وکړي او د ځوان نسل په ګټوره او موخیزه، فکري ـ علمي روزنه کې ځانګړی رول ولري. د موسسې تر ایجاد وروسته مسوولان دې ته ژمن دي چې په دې موسسه کې ټول علمي او اکاډمیک معیارونه، علمي بنسټونه، اخلاقي اصول او منل شوي پوهنتوني پرنسیپونه پلي او رعایت کړي. د هېواد نافذه قوانین، د لوړو زده کړو وزارت قوانین، لایحې او مقررات تطبیق، تنفیذ او عملي کړي.
د همدې اصل پر اساس اکاډمیکه آزادي چې د قبول شویو معیارونو او پوهنتوني پرانسیپونو اساس دی، بي بي عایشه د لوړو زده کړو موسسه لاندې معیارونه پلي او عملي کوي:
د اکاډمیکې ازادۍ معیارونه
۱. په بي بي عایشې لوړو زده کړو موسسه کې هر استاد، محصل او کارکوونکی باید د اساسي قانون، دیني او ملي ارزښتونو په چوکاټ کې خپل نظر څرګند کړي او فردي د بیان ازادي ولري.
۲. په ښوونه او روزنه او تدریس کې د رايې حق او د مفکورې څرګندول د علمي اصولو په رڼا کې یو منل شوی اصل دی، بي بي عایشه د لوړو زده کړو موسسه په خپلو ټولو برخو په ځانګړې توګه تدریسي او اداري کې دې اصل ته ژمنه ده.
۳. د بي بي عایشې لوړو زده کړو موسسې له انده د علم زده کړه د هر انسان حق دی او هېڅوک نه شي کولای چې هغه د قوم، ملت، سیمې، ژبې او جنسیت پورې انحصار کړي، بلکې د مورا تعلیمي ـ تحصیلي کمپلکس دروازې د ټولو هغو اافغان ښځو پر مخ پرانېستې دي چې د ګډون ټول شرایط يې پوره کړې اوسي.
۴. د علمي اصولو او معیارونو په رعایت سره هر کس کولای شي په یوه ټاکلې موضوع کې تحقیق وکړي او له پایلو يې فردي ګټه واخلي.
۵. د بي بي عایشې د لوړو زده کړو موسسې ټول استادان، محصلان او کارکوونکي کولای شي چې په علمي څېړنیزو سیمینارونو، کنفرانسونو، ګردي مېزونو او مناظرو کې خپل نظر څرګند کړي، د دغه چارې تنظیم د اړوند ادارو پر غاړه دی.
۶. د بي بي عایشې د لوړو زده کړو موسسې په ټولو پوهنځیو کې د استادانو د استخدام پروسه د اهلیت، کفایت، علمي سندونو او د تدریس په تجربې پورې تړلې ده او نور تمایلات لکه تعصب او شخصي اړیکې په کې رول نه لري.
۷. هر محصل کولای شي چې د استاد تدریسي لکچر اړوند پوښتنه او علمي نقد وکړي او استاد نه شي کولای چې د محصل اکاډمیکه ازادي سلب یا محدوده کړي.
۸. د اکاډمیکې ازادۍ له مفهوم که پراخه معنا واخلو، نو دا په بي بي عایشې لوړو زده کړو موسسه کې د هر استاد، محصل او کارکوونکي حق دی چې د موسسې په داخل کې د خپلو حقوقو غوښتنه، د نیوکې حق، د نظر څرګندولو حق، د مساوي چلند حق غوښتنه وکړي او نور حقوق حفظ او غښتلي کړي.
۹. اکاډمیکه آزادي استاد ته حق ورکوي چې فکري اخذ یا اخېستنې وکړي او علمي پایلې يې له محصلانو سره شریکې کړي، د همدې حق پر بنسټ محصلان بیا د استاد په فکري برداشتونو باید علمي قانع کړای شي.
۱۰. محصل کولای شي چې د کورني کار، مونوګراف او تیزس اړوند یوه موضوع وټاکي، د هغې اړوند پراخه څېړنه وکړي او پرته له کوم سانسور، ادلون ـ بدلون يې پایلې له خلکو سره شریکې کړي.
۱۱. بي بي عایشه د لوړو زده کړو موسسه له ځان سره د مختلفو حوزو څخه علمي او اکاډمیک پوهان او اکاډمیسینان لري چې له مختلفو اقوامو او بېلابېلو قشرونو څخه دي او دا خپله اکاډمیکه ازادي ده او نور تمایلات په کې غېر اکاډمیک ګڼل کېږي.
۱۲. اکاډمیکه ازادي د پولو او حدودو ماتول نه دي، هېڅ چا ته اجازه نه شته چې د اکاډمیکې آزادۍ په نوم دیني او ملي ارزښتونه پایمال کړي او یا هم د هېواد له نافذه قوانینو سرغړاوی وکړي.