علمي څېړنې

د څېړنو د پراختیا پلان/ د څېړنې ستراتیژي
موخې:
د لوړو زده کړو په یوه موسسه کې د تدریس ترڅنګ بله اساسي دنده ریسرچ یا څېړنې دي چې د بي بي عایشې په لوړو زده کړو موسسې کې له پیله دې دندې ته خاصه پاملرنه شوې او پر همدې بنسټ د موسسې په چوکاټ کې د څېړنو مرکز فعالیت کوي چې لاندې موخې تعقیبوي:
۱. په څېړنه، تالیف او ژباړه کې د محصلانو وړتیاوو ته وده ورکول.
۲. په هېواد کې د څېړنې د تشې او نیمګړتیاوو ډکول.
۳. د کتاب، مجلې، رسالې، میاشتنۍ او کلنۍ علمي تحقیقي خپرونو چاپ او چمتو کول.
۴. استادانو ته د تدریسي کتابونو د تالیف او څېړنو د زمینې برابرول.
۵. د مهمو علمي ـ تحقیقي اثارو چاپ او خپرول.
۶. د څېړنې د معیارونو بشپړول.

۷. د څېړنې له لارې د ټولنې علمي او فرهنګي اړتیاوو ته رسیدګي کول.
۸. د نوښتګرو څېړنو له مخې د استادانو د پوهې کچه لوړول.
۹. د استادانو د علمي ترفیعاتو اجرا کول.
د بي بي عایشې د لوړو زده کړو موسسې د څېړنو مرکز چې د موسسې له پیل يې په فعالیت پیل کړی دی، له هماغه پیل يې په خپلو څېړنو پیل وکړ او غړي يې وټاکل شول چې د لوړو زده کړو وزارت د څېړنو په مرکز يې کې يې دوې پروژې ثبت دي. لومړی د بي بي عایشې د لوړو زده کړو موسسې علمي ـ تحقیقي مجله ده چې علمي، ادبي او فرهنګي مسایل خپروي او په هرو درې میاشتو کې د موسسې د څېړنو او فرهنګي کمېټو له لوري چاپ او خپرېږي، ترڅنګ يې دویمه څېړنیزه پروژه د څېړنو د کمېټې له لوري د څېړنې د اصولو او مېتودونو اړوند د څو علمي سیمینارونو برابرول دي.
د څېړنو د مرکز پراختیايي پلان
لیدلوری:
د بي بي عایشې د لوړو زده کړو موسسه غواړي چې یو مجهز او معیاري د څېړنو مرکز ولري، ترڅو د هېواد او ټولنې ټولو څېړنیزو اړتیاوو ته ځواب ویونکی وي.
رسالت:
د موسسې د څېړنو د برخې لپاره د ماليي، تحنیکي او استخدام سرچینې او وسایل په کار اچول او د څېړنو د غوره پایلو لپاره هر اړخیزې هڅې کول خپل رسالت او مسوولیت بولي.
عمومي موخې:
۱. د ټولنې د اړتیا وړ معیاري څېړنو لپاره د زمینې برابرول.
۲. د هېواد د علمي، تحقیقي او فرهنګي پرمختګ لپاره له معاصرو او فني علمي ـ تحقیقي روشونو څخه استفاده کول.
۳. د څېړنې له نویو او نوښتي میتودونو څخه د استفادې زمینه برابرول.
۴. پوهانو او څېړونکو ته د زده کړو تجربو او اکاډمیکو فکرونو د لېږد را لېږد فضا برابرول.
۵. په محصلانو او بېلابېلو برخو کې د علمي او فرهنګي برخو د څېړنو او روشونو پیاوړي کول.
۶. په علمي او څېړنیزو چارو سره د موسسې د استادانو او څېړونکو د ظرفیتونو لوړول.
د بي بي عایشې لوړو زده کړو موسسه په پلان کې لري چې راتلونکې کې دا لاندې چارې ترسره کړي:
۱. د کورنیو او بهرنیو پوهانو په همکارۍ د یوې علمي ـ تحقیقي مجلې خپرول.
۲. د محصلانو د وړتیاوو د غوړېدو په موخو په ځينو مسایلو باندې تحقیق او علمي پروژې پیلول.
۳. د استادانو له خوا د هېواد په ملي او مهمو مسایلو څېړنې کول او بیا يې چاپ او خپرول.
۴. په هغو موضوعاتو کې چې د سیمې، او نړۍ د علمي او تحقیقي مرکزونو له خوا پیلېږي برخه اخېستل.
۵. د استادانو لپاره د علمي ـ تحقیقي سیمینارونو او ورکشاپونو جوړول.
۶. د محصلانو لپاره د څېړنې د اصولو په اړه د کنفرانسونو جوړول.
۷. د کورنیو او بهرنیو څېړونکو هڅونه ترڅو د څېړنو په برخه کې له مورا سره همکاري وکړي. په دغه اړوند له ځینو کورنیو پوهنتونونو سره هوکړه لیکونه لاسلیک شوي دي او هم د هندوستان او انګلستان هېوادونو له ځینو څېړنیزو مرکزونو سره هوکړه لیکونه چمتو شوي دي.
۸. د اروپا د څېړونکو په مجمع یا (AMPAA) کې د غړیتوب اخېستلو لپاره هڅې روانې دي.
۹. د محصلانو د مونوګرافونو راټولول او د مورا د عمومي کتابتون په یوه برخه کې يې اېښوول هم د څېړنو د مرکز د پلان یوه برخه ده.
۱۰. د موسسې څېړنو د مرکز چارې د ماليي او تخنیکي سرچینو سره لومړیتوب لري.
۱۱. د څېړنو مرکز په پلان کې لري چې محصلانو ته مونوګرافونو او تیزسونو د لیکلو په برخه کې هر ډول لارښوونې وکړي او خپلې تجربې ترې نه درېغوي.