د محصلانو چارو د معاونیت پیغام

د محصلانو چارو د معاونیت پېغام

د بي بي عایشې لوړو زده کړو موسسه د محصلانو چارو معاونیت لرونکې ده، د دغه دفتر یوه اداري برخه محصلانو ته ځانګړې شوې ده چې له ټولو محصلانو ملاتړ او ورته لارښوونه کوي. دا اداره د محصلانو د هر اړخیز پرمختګ، د دوی د وړتیاوو د غوړېدا، زده کړو، په بېلابېلو موضوعاتو سیمینارونه او په بېلابېلو ادارو کې محصلانو ته د کار زده کړې (کار آموزی) زمینه او همغږي برابروي.
د بې بي عایشې لوړو زده کړو موسسې د ماموریت پر اساس دا موسسه ژمنه ده چې د افغان ښځو د ژوند د علمي بډاینې لپاره په ملي او نړیوالو علمي معیارونه سمبال د لوړو زده کړو غوره او باکیفیته چوپړونه وړاندې کړي او د دې موخې لپاره يې یوه ارامه، باسکونه، د عدالت او برابرۍ په روحیه سمباله فضا خپلو هېوادوالو ته چمتو کړې، ترڅو خپل ګران افغانستان د پرمختګ او ترقۍ پوړیو ته ورسوي.
د محصلانو چارو معاونیت همېشته محصلانو ته د مشورې او ذکر شویو کړنو ته د لاسرسي په هکله پرانیستی دی. زموږ د ښوونې او روزنې ځانګړي سلاکاران چمتو دي چې د زده کوونکو وړتیاوې لوړې، اندېښنې رفع او پر ستونزو د برلاسۍ په برخه کې د دوی ته لارښوونه وکړي. که هر ډول مرستې ته اړتیا لرئ زموږ سره اړیکه ونیسئ او یا هم زموږ دفتر ته مراجعه وکړئ. موږ همدارنګه د چارو د ښه والي په موخه د خپلو محصلانو د وړاندیزونو هرکلی کوو.
د محصلانو چارو معاونیت په هکله
د محصلانو چارو معاونیت: د بي بي عایشې لوړو زده کړو موسسې د محصلانو چارو معاونیت یو لړ ستراتیژيک اهداف لري چې د دې موخو څخه د افغان ښځو د وړتیاوو لوړول او د هېواد د ښوونې او روزنې برخې ته پراختیا او پکې ګډون کول دي. د بي بي عایشې لوړو زده کړو موسسې د محصلانو چارو معاونیت د دې موسسې له اساسي، مرکزي او حساسو بنسټونو څخه دی چې له محصلانو سره نېغ په نېغه اړیکه لري او د محصلانو چارو ټولې برنامې، د دوی اداره او ورته لارښوونې او په ټوله کې د محصلانو د اړتیاوو پوره کولو ماموریت يې پر غاړه لري. د دغه معاونیت په جوړښت کې د محصلانو چارو مدیریت، تدریسي مدیریت، د محصلانو د ملاتړ مرکز، د مشاورې مرکز، د زده کړو کارونې مرکز، د انجمنونو اداره، د کار موندنې اداره، انظباطي کمېټه، د آزموینو کمېټه او د معلوماتو دفتر شامل دي.

د محصلانو چارو معاونیت دندې:
۱. د محصلانو چارو اداره کول.
۲. د محصلانو د ستونزو او مسلو حل اړوند مطالعه او د پرېکړو کول.
۳. د محصلانو په ژمنپاڼو او قانون څارنه کول.
۴. محصلانو ته د کلي اصولو تدوین او د هغوی وړاندیز کول.
۵. د دندو له غوره اجرا ډاډ ترلاسه کول او د محصلانو چارو معاونیت له اړوند واحدونو نظارت
۶. د پورته چارو تنظیم او د محصلانو لپاره ځانګړي پروګرامونه چمتول کول.
۷. علمي شورا ته د مناسبو پروګرامونو وړاندیز او د نورو سپارل شویو دندو تعقیب.
۸. د فارغانو لپاره د جشن یا فراغت مراسمو ترسره کول.
۹. محصلانو ته لارښوونې او مشورې
۱۰. د زده کړو د مهالوېش چمتوالی او تطبیق
۱۱. د فراغت کمېټې ، د آزموینو کمېټې او د کانکور کمېټې د غونډو جوړول او د هغوی د ممصوبو تقیبول.